ads

د کرکټ بورډ عمومي مشر دنده پرېږدي

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل په راتلونکو څو ورځو کې خپله دنده پرېږدي او ښايي بله دولتي دنده ور وسپارل شي. ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي، په پام کې ده چې د نوموړي پر ځای د کرکټ بورډ اوسنی مرستيال عزيزالله فضلي د دغه ادارې عمومي مشر وټاکل شي. که […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 وږی 1397
د کرکټ بورډ عمومي مشر دنده پرېږدي

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل په راتلونکو څو ورځو کې خپله دنده پرېږدي او ښايي بله دولتي دنده ور وسپارل شي.
ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي، په پام کې ده چې د نوموړي پر ځای د کرکټ بورډ اوسنی مرستيال عزيزالله فضلي د دغه ادارې عمومي مشر وټاکل شي.
که څه هم تر دې مهاله افغان حکومت او کرکټ بورډ په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو له تېرو څو ورځو راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې داسې ګنګوسې خپرېدې چې ګواکې شکرالله عاطف مشعل له خپلې دندې ګوښه شوی او پر ځای يې عزيزالله فضلي د کرکټ بورډ عمومي مشر ټاکل شوی دی.
دې سرچينې زياته کړه چې مشعل به له دندې پرېښودو وړاندې دوبۍ ته سفر کوي او هلته به د کرکټ د نړيوالې شورا يا “ای سي سي” په ناسته کې هم ګډون کوي.
د افغانستان د کرکټ غوره ليګ سياليو لپاره د لوبغاړو تر بولۍ وروسته د نوموړي پر ضد يو شمېر اعتراضونه هم وشول. د کرکټ د ملي لوبډلې يو شمېر هغو لوبغاړو چې په دې بولۍ کې وانه خيستل شول، پر مشعل تور ولګاوه چې په کرکټ بورډ کې د ننه سياسي او سليقوي چلند کوي. خو ښاغلي مشعل دغه تورونه رد کړي دي، او زياته کړې يې ده چې د غوره ليګ لپاره د لوبغاړو بولي يو شفاف بهير و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA