ads

اجرائيه رئيس د پوليسو هڅې وستايلې

د حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې پوليس د لوړ ظرفيت لرونکي دي او کولای شي د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې ودرېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 وږی 1397
اجرائيه رئيس د پوليسو هڅې وستايلې

د حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې پوليس د لوړ ظرفيت لرونکي دي او کولای شي د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې ودرېږي.
عبدالله عبدالله د پوليسو د همغږۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې خبري غونډه کې وويل، د ښارونو له پراخېدو سره د پوليسو شمېر نه دی ډېر شوی او دا يوه ستونزه ده.
اجرايه رييس دغه راز د پوليسو د ګمارنې په پروسه کې په روڼتيا ټينګار وکړ او ويې ويل، پوليسو ته به د حکومت د مشرتابه پاملرنه د دوی د روحيې د قوي کېدو سبب شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA