په فراه كې د ملي اردو يو هليكوپټر چاودلى

په فراه كې تېره شپه د ملي اردو يوه هليكوپټر اور اخيستى او په كې ناست څلور كسان وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند ناصر مهري كليد ته وويل، دا هليكوپټر، چې له هراته فراه ته روان و، د خاك سفيد ولسوالۍ په رېنج كلي كې د تخنيكي ستونزې له كبله بېړنۍ ناستې ته اړ شو.