په فراه كې تېره شپه د ملي اردو يوه هليكوپټر اور اخيستى او په كې ناست څلور كسان وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند ناصر مهري كليد ته وويل، دا هليكوپټر، چې له هراته فراه ته روان و، د خاك سفيد ولسوالۍ په رېنج كلي كې د تخنيكي ستونزې له كبله بېړنۍ ناستې ته اړ شو.
نوموړي زياته كړه، دغه هليكوپټر تر ناستې وروسته اور واخيست او وچاودېد.
د مهري په خبره، په دې هليكوپټر كې مهمات بار وو او ټاكل شوې وه، چې د فراه امنيتي ځواكونو ته وسپارل شي.
دى وايي، په پېښه كې دوه پيلوټان او دوه د ملي اردو نښه ويشتونكي وژل شوي دي.
ځينو سرچينو بيا ويلي، چې ياد هليكوپټر وسله والو طالبانو ويشتلى دى.
طالبانو هم د دغه هليكوپټر د نسكورولو او په كې د ناستو كسانو د وژلو ادعا كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


