ads

په خوست کې د لسګونو لوبډلو ترمنځ د كركټ سيالۍ پاى ته ورسېدې

د خوست د کرکټ په مرکزي ملي لوبغالي کې د كلب په كچه سيالۍ، چې شاوخوا درې نيمې مياشتې وړاندې پيل شوې وې، د محمد خان ځدراڼ لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
24 وږی 1397
په خوست کې د لسګونو لوبډلو ترمنځ د كركټ سيالۍ پاى ته ورسېدې

د خوست د کرکټ په مرکزي ملي لوبغالي کې د كلب په كچه سيالۍ، چې شاوخوا درې نيمې مياشتې وړاندې پيل شوې وې، د محمد خان ځدراڼ لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.
په خوست کې د کرکټ بورډ استازى سيد عالم وايي، په دې سياليو کې د ۱۰۷ کلبونو لوبډلو ګډون درلود، چې په پايلوبه کې د محمد خان ځدراڼ لوبډلې د جمال لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله كړه.
نوموړى زياتوي، د لوبو هدف ولايتي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاكل و.
د سيد عالم په وينا، په خوست کې د نورو ولايتونو په پرتله دې سياليو ځکه ډېر وخت ونيوه، چې زياتو لوبډلو ته يې په کې د لوبېدو موقع وركړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA