د نورستان مرکز پارون ته د غځېدلې لارې په ګواښوونکو ځايونو کې د دېوالونو جوړولو کار پيل شو.
والي حافظ عبدالقيوم کليد ته وويل، دا دېوالونه په هغو ځايونو كې رغوي، چې خلكو ته يې ستونزې جوړې كړې دي.
هغه زياته کړه، د ټولې لارې په شاوخوا کې به د نېږدې شپږ ميليونه افغانيو په لګښت د ۷۵۰ متره اوږدوالي په اندازه دېوالونه ورغول شي.
والي وايي، دا پروژه به په دوو مياشتو كې بشپړه شي.
د حافظ عبدالقيوم په وينا، د پروژې څارنه به کوي، ترڅو د لارې شاوخوا ته دېوالونه په معياري ډول ورغول شي.
نوموړى زياتوي، د دېوالونو په جوړېدو سره به پر لارې تلونكي مسافر هم له ګواښه خوندي شي.


