د اساسي قانون پر تطبيق د څار كمېسيون وايي، له وروستي لېسته د ولسي جرګې ټاكنو د ۳۵ كانديدانو د نومونو ايستلو موضوع د دغه كمېسيون تر څېړنې لاندې ده.
د اساسي قانون پر تطبيق د څار كمېسيون مسوولينو، چې نن په دې اړه د ولسي جرګې استماعيه غونډې ته غوښتل شوي وو وويل، دوى امنيتي ارګانونو، د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكې ادارې ته مكتوبونه لېږلي، ترڅو پر حذف شوو كانديدانو د تورونو په تړاو اسناد وړاندې كړي.
د اساسي قانون پر تطبيق د څار كمېسيون د مرستيال قاضي محمد عارف حافظ په خبره، يادو ادارو تراوسه دغه كمېسيون ته ځوابونه نه دي وركړي.
ده زياته كړه، د اساسي قانون پر تطبيق د څار كمېسيون به تر څېړنې او په دې اړه د اسنادو له ټولولو وروسته خپل وروستى نظر وړاندې كړي.
د حافظ څرګندونې د ولسي جرګې د ځينو غړو له غبرګون سره مخ شوې.
دوى وايي، د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون پرته له دې، چې د حذف شوو كانديدانو په تړاو د درې ګونو محكمو حكم صادر شي، هغوى له وروستي لېسته ايستلي دي.
د يادونې وړ ده، چې د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون د تېرې زمري مياشتې په ۲۰مه نېټه د ولسي جرګې ټاكنو ۳۵ كانديدان د كانديدانو له وروستي لېسته وايستل، چې دا كار له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


