ads

جمهور رئيس غني د پاكستان د بهرنيو چارو له وزير سره وليدل

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن په ارګ كې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه ‌محمود قريشي سره وليدل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دغه کتنه کې پر امنيت، د سيمې پر سولې او ثبات، له تروريزم سره پر ګډې مبارزې او د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
24 وږی 1397

جمهور رئيس غني د افغانستان او پاکستان د عمل پلان ارزښت ته په اشارې وويل، دا هراړخيز پلان دى او موثريت به يې هغه مهال د پام وړ وي، چې بشپړ عملي او تطبيق شي.
په دې ليدنه كې د ياد پلان د پرمختګ او د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت له سولې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه د بحث ترڅنګ د هغه پر هراړخيز تطبيق ټينګار وشو.
د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د کابل او اسلام اباد ترمنځ په بېلابېلو برخو كې پر همكاريو راڅرخي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA