ads

جمهوري رياست د مومندرې ولسوالۍ پېښه څېړي

جمهوري رياست د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې پر لاريون كوونكو د شوي ځانمرګي بريد څېړنه کوي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، له جمهوري رياست څخه د جمهور رئيس د سلاکار اسدالله فلاح په مشرۍ يو پلاوى دې ولايت ته د مومندرې ولسوالۍ د پېښې د څېړلو په هدف ور رسېدلې دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
24 وږی 1397

هغه زياته كړه، پلاوي تراوسه له والي حيات الله حيات، يو شمېر نظامي مسوولينو او قومي مخورو سره په دې اړه ناستې ترسره کړې دي.
د خوږياڼي په خبره، ورغلي پلاوي څېړنې پيل کړي او جزيات به يې وروسته له رسنيو سره شريك كړي.
د والي وياند وايي، له جمهوري رياست نه ورغلي پلاوي ډاډ ورکړى، چې په دقيق او شفاف ډول به د يادې پېښې اړوند ټولې څېړنې ترتيب او د وروستيو اجراآتو په هدف جمهور رئيس ته وسپاري.
د يادولو ده، چې څو ورځې وړاندې د مومندرې ولسوالۍ په ډکې سيمه کې پر لاريون کوونکو ځانمرګي بريد ۶۸ تنه ووژل او ۱۶۸ نور يې ټپيان کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA