په ننګرهار كې د ماين چاودنې پنځه تنه ټپيان كړل

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د کږې په زوړ بازار سيمه کې نن سهار نېږدې اووه بجې تر پله لاندې د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې پنځه تنه ټپيان كړي دي.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، درې ټپيان د جلال اباد په حوزوي او دوه نور د خوږياڼو ولسوالۍ په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.