په اروزګان كې اوو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په اروزګان كې د ماين چاودنې اوو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
يوه باوري امنيتي سرچينه وايي، پرون ناوخته د مرکز ترينکوټ په شمالي برخه سرخوم کې د افغان سرتېرو پر يوه هاموې ټانك د ښخ کړل شوي ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.