ناټو له افغان ځواكونو سره د خپلو همكاريو پر دوام ټينګار وكړ

ناټو يو ځل بيا له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د خپلو همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.
په افغانستان كې د ناټو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر د پنجشنبې په ورځ د هلمند له والي تورنجنرال محمد ياسين خان او د نظامي شورا غړو سره په ۲۱۵ ميوند قول اردو كې وليدل.