ناټو يو ځل بيا له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د خپلو همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.
په افغانستان كې د ناټو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر د پنجشنبې په ورځ د هلمند له والي تورنجنرال محمد ياسين خان او د نظامي شورا غړو سره په ۲۱۵ ميوند قول اردو كې وليدل.
ميلر په دې غونډه كې وويل، د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونه ژمن دي، چې له خپلو افغان همکارانو سره په ګډه د تروريزم او نشه يي توکو د قاچاق مخنيوي ترڅنګ د سولې او ثبات لپاره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، والي د هلمند د عمومي وضعيت په اړه مفصلې خبرې وکړې، چې په کې د نظامي شورا ترمنځ د قوي همغږۍ پر ډاډ سربېره يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د وروستيو پرمختګونو، ستونزو او وړانديزونو په اړه هراړخيز معلومات شريک کړل.
محمد ياسين خان وويل، له تروريزم سره د مبارزې لپاره اړينه ده، چې ګډ کار وشي.
د غونډې په پاى كې په افغانستان كې د ناټو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر د هلمند والي او د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان ته د غوره مديريت له كبله مډالونه وركړل.


