جمهور رئيس محمد اشرف غني له ملکي او نظامي مسوولينو سره د خبرو په لړ کې تېر مازديګر د ويډيو کنفرانس له لارې د پکتيکا، تخار، بدخشان او لغمان ولايتونو د ملکي او نظامي مسوولينو د کړنو راپورونه واورېدل.
دوى د يادو ولايتونو د عمومي امنيتي وضعيت په اړه معلومات ورکړل، د امنيتي او د خلکو د ټولنيز حالت د ښه والي په تړاو يې ستونزې، ننګونې او مشخص وړانديزونه شريک کړل.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د هېواد جمهور رئيس د دغو ولايتونو د ملکي او نظامي مسوولينو د راپورونو له اورېدو وروسته د هغوى مثبتې کړنې او د وسله والو ځواکونو سرښندنې وستايلې او ټينګار يې وکړ، چې د خلکو د ژوند ښه والي په ځانګړي ډول د هېوادوالو د امنيت ټينګښت ته بايد زيات پام وشي.
جمهور رئيس غني د پکتيکا، تخار، بدخشان او لغمان ولايتونو له ملکي او نظامي مسوولينو څخه وغوښتل، چې د ښار او ولسواليو په کچه د خلکو ستونزې وارزوي او د بنسټيز حل لپاره يې مشخص وړانديزونه وکړي.


