په ننګرهار کې د ماين چاودنې يو سيمه ييز پوليس ټپی کړی

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د اړوندو سيمه ييزو پوليسو په يوه رينجر موټر د سره رود ولسوالۍ په بختان کلا کې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې.