د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د اړوندو سيمه ييزو پوليسو په يوه رينجر موټر د سره رود ولسوالۍ په بختان کلا کې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې.
د دغه ولايت د والي وياند عطا الله خوګياڼي کليد ته وويل چې په دې چاودنه کې يو سيمه ييز پوليس ټپي شوی دی.
د دې چاودنې مسووليت تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


