د سولې ولسي حرکت وايي، سبا به په مزارشريف کې د خلکو يوه ستره غونډه جوره کړي.
د دغه حرکت وياند، بسم الله وطندوست کليد ته وويل، چې تېره ورځ بلخ ولايت ورسېدل، د مزارشريف ښار په لس کيلومترۍ کې مېشت دي او ټاکل شوې سبا په دغه ښار کې د بلخ، بغلان، کندوز، سمنګان، پروان او کابل ولايتونو د اوسېدونکو په ګډون ستره ولسي غونډه جوړه کړي.
د سولې ولسي حرکت غړو شاوخوا يوه مياشت وړاندې له کابل ولايت څخه په لوڅو پښتو د بلخ ولايت په لوري حرکت پيل کړاو تېره ورځ بلخ ولايت ورسېدل
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


