ads

جمهور رييس غني: سولې ته هيلې ډېرې شوې

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې د جګړې ماهيت بدل شوی او سولې ته هيلې ډېرې شوې دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 وږی 1397
جمهور رييس غني: سولې ته هيلې ډېرې شوې

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې د جګړې ماهيت بدل شوی او سولې ته هيلې ډېرې شوې دي.
جمهور رييس غني چې نن يې د شهيد اوونۍ د نمانځنې په مراسمو کې په ارګ کې خبرې کولې، د يو شمېر سياسي ګوندونو، ولسي جرګې او مشرانو جرګې له لوري د کابل- واشنګټن په امنيتي تړون د بيا غور کولو وړانديزونو ته په اشارې وويل، دوی غواړي يو ځل بيا افغانستان انزوا ته لاړ شي.
جمهور رييس غني دغه راز زياته کړه، د شهيد په اوونۍ کې د وحشت فضا جوړول او هوايي ډزې د شهيدانو ارمانونو ته سپکاوی دی.
جمهور رييس ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو فرصت رامنځته شوی دی او د افغانستان دښمنان به بريالي نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون ولسي جرګې له امريکا سره په امنيتي تړون د بيا غور کولو پرېکړه وکړه او يو شمېر سياسي څېرو هم د يوې غونډې په ترڅ کې ورته وړانديزونه لرل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA