ads

په ننګرهار کې پر لاريون كوونكو د ځانمرګي بريد مرګ ژوبله ۲۳۳ ته لوړه شوه

په ننګرهار کې پر لاريون كوونكو د ځانمرګي بريد مرګ ژوبله ۲۳۳ تنو ته لوړه شوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 وږی 1397
په ننګرهار کې پر لاريون كوونكو د ځانمرګي بريد مرګ ژوبله ۲۳۳ ته لوړه شوه

په ننګرهار کې پر لاريون كوونكو د ځانمرګي بريد مرګ ژوبله ۲۳۳ تنو ته لوړه شوه.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس نجيب الله کامه وال كليد ته وويل چې، د تورخم ــ جلال اباد په لويه لاره له شوي ځانمرګي بريد د غني خېلو ولسوالۍ مرکزي روغتون او د جلال آباد ښار حوزوي روغتون ته ۶۸ جسدونه او۱۶۵ ټپيان ور وړل شوي.
نوموړی زياتوي چې د اتو تنو ټپيانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ دی.
د دغه ځانمرګي بريد مسووليت داعش ډلې منلی دی.
لاريون د اچين ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو د ځايي يا محلي پوليسو د قوماندان په ضد كړى و.
دوى د سړک غاړې ته خېمه وهلې وه او د مسافرو پر مخ يې لاره تړلې وه او ويل يې، که غوښتنه يې ونه منل شي، لاره به تړلې وساتي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA