ads

ولسي جرګه له امريکا سره په امنيتي تړون له سره غور کوي

په هېواد كې ورځ تربلې د ناامنيو له زياتېدو او د وكيلانو له پرله پسې غوښتنو وروسته نن ولسي جرګې پرېكړه وكړه چې له امريكا سره په امنيتي تړون له سره غور کوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 وږی 1397
ولسي جرګه له امريکا سره په امنيتي تړون له سره غور کوي

په هېواد كې ورځ تربلې د ناامنيو له زياتېدو او د وكيلانو له پرله پسې غوښتنو وروسته نن ولسي جرګې پرېكړه وكړه چې له امريكا سره په امنيتي تړون له سره غور کوي.
په وروستيو څو ورځو كې په بېلابېلو ولايتونو كې د جګړو، د امنيتي او ملكي مرګ ژوبلې له ډيرېدو وروسته د دغه جرګې غړو غوښتنه كوله چې له امريكا سره په امنيتي تړون له سره غور وشي، هغه يا عملي شي او يا لغوه كړل شي.
د ولسي جرګې يو شمېر غړو د اوسنيو ناامنيو لوى لامل له امريكا سره امنيتي تړون ياداوه.
باالاخره نن د دغه جرګې غړو د لومړي مرستيال همايون همايون ترمشرۍ لاندې د امنيتي تړون په بيا كتنه رای ګيري وكړه چې د جرګې ډيرى غړو له امريكا سره د امنيتي تړون په بيا كتنه رايه وركړه.
د يادولو وړ ده چې تېره ورځ مشرانو جرګې هم له امريكا سره په امنيتي تړون د بيا غور غوښتنه كړې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA