ads

نن په کابل کې د کرزي او اتمر په ګډون د سياسي څېرو مشورتي ناسته دوام لري

د هېواد ګڼو سياسي څېرو نن د افغانستان د روان وضعيت په اړه مشورتي ناسته جوړه کړې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 وږی 1397
نن په کابل کې د کرزي او اتمر په ګډون د سياسي څېرو مشورتي ناسته دوام لري

د هېواد ګڼو سياسي څېرو نن د افغانستان د روان وضعيت په اړه مشورتي ناسته جوړه کړې ده.
د راپورونو له مخې، پخواني جمهور رييس حامد کرزي، حنيف اتمر، محمد محقق، کريم خليلي، يونس قانوني، سيد منصور نادري، ضرار احمد مقبل، زلمي رسول، رنګين دادفر سپنتا، عبدالهادي ارغنديوال، سيد حامد ګيلاني، وحيد الله سباوون، انور الحق احدي، صادق مدبر، جنرال جرات، قطب الدين هلال، مصطفی ظاهر، د جنرال دوستم او استاد سياف استازي او نور کسان په دغه مشورتي غونډه کې حضور لري.
غونډه د هېواد د پخواني جمهور رييس صبغت الله مجددي په کور کې جوړه شوې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA