ټاکل شوې نن په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د كركټ د غوره ليګ سياليو لپاره د لوبغاړو د بولۍ مراسم جوړ شي، چې په کې به د لسګونو افغان لوبغاړو ترڅنګ يو شمېر مشهور بهرني لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې شي.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، په يادو سياليو كې لوبېدونكې پنځه لوبډلې به تر شلو لوبغاړو د پېرلو حق ولري، چې اووه به يې بهرني او پاتې نور به يې افغان لوبغاړي وي.
د هغه په وينا، د لوبغاړو بيې به له پنځلسو زرو تر سلو زرو امريکايي ډالرو پورې وي او هرې لوبډلې ته د لوبغاړو د اخيستو لپاره تر ۵۵۰ زرو ډالرو د لګښت اجازه ورکړل شوې ده.
د افغانستان د كركټ د غوره ليګ سيالۍ د اكټوبر مياشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې پيلېږي او د ۲۳ لوبو په ترسره كولو سره به ۱۷ ورځې دوام ولري.


