په ميدان وردګ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري

د ميدان وردګ ولايتي چارواكي وايي، پر دايميرداد ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد په شا تمبول شوى دى.
د دې ولايت د والي وياند عبدالرحمن منګل كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې پر دې ولسوالۍ بريد وكړ، چې د امنيتي ځواكونو له سخت غبرګون سره مخ شول.