ads

په كابل ښار كې ځانمرګي بريد ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د كابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ځانمرګي بريد ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي كليد ته وويل، دا بريد نن ماسپښين شاوخوا درې بجې په تايمني سيمه كې د احمدشاه مسعود د پلويانو د موټرونو پر كاروان شوى، چې له كبله يې دوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 وږی 1397

د بريد مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
بلخوا امنيتي ځواكونو نن له غرمې وروسته شاوخوا ۱۲ بجې او ۳۰ دقيقې د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د يوه ځانمرګي بريد مخنيوى وكړ.
د كورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، ځانمرګي بريد كوونكي غوښتل د درېيم مكروريانو په سيمه كې بريد وكړي، خو امنيتي ځواكونو هدف ته تر رسېدو وړاندې وويشت.
هغه دا نه دي ويلي، چې بريد كوونكى وژل شوى او که ټپي دى، خو ځينو نورو امنيتي سرچينو بيا د ځانمرګي بريد كوونكي د وژل كېدو خبره كړې او په وينا يې، نور چاته زيان نه دى اوښتى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA