ads

له پاكستانه څلور اعشاريه درې ميليونه افغان کډوال خپل هېواد ته راغلي

د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې يو اېن اېچ سي آر مشر فليپو ګرانډي وايي، له ۲۰۰۲م ميلادي كال راهيسې تراوسه څلور اعشاريه درې ميليونه افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 وږی 1397
له پاكستانه څلور اعشاريه درې ميليونه افغان کډوال خپل هېواد ته راغلي

د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې يو اېن اېچ سي آر مشر فليپو ګرانډي وايي، له ۲۰۰۲م ميلادي كال راهيسې تراوسه څلور اعشاريه درې ميليونه افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
هغه د خيبر پښتونخوا ايالت د نوښار سيمې پنډغالي ته د سفر په مهال وويل، د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره د افغان کډوالو پر موضوع غږېدلى دى.
د نوموړي په خبره، افغان کډوال خپلو سيمو ته ستنېږي، خو ځينې خلک په افغانستان کې روان امنيتي حالت اندېښمن کړي دي.
ګرانډي له پاکستاني چارواکو سره ژمنه کړې، چې د بېرته تګ لپاره به د افغان کډوالو د هڅولو كوښښ وكړي.
د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱۴۰۰ زره اسناد لرونكي افغان کډوال اوسېږي.
په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو لپاره ټاکل شوې موده د روانې سپټمبر مياشتې په پاى کې ختمېږي، خو ملګرو ملتونو له پاکستاني حکومته غوښتي، چې دا موده وغځوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA