امنيتي مسوولين وايي، پوليسو په كابل ښار كې له ۱۰۰ زيات هغه كسان نيولي، چې د شهيد اونۍ د نمانځلو په بهانه يې د ښار نظم اخلال كړى و.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي كليد ته وويل، دغه كسان د كابل ښار په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې ونيول شول.
د هغه په وينا، له نيول شوو كسانو څه باندې ۱۰ ميله وسلې او له ۲۵ زيات موټرونه ترلاسه شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د راپورونو له مخې، په كابل ښار كې د احمدشاه مسعود د وژل كېدو د ۱۷مې كليزې د نمانځنې په مهال د نامسووله وسله والو كسانو په ډزو څو تنه ټپيان شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


