ads

دانش: د ملي يووالي حكومت د رڼو ټاكنو د ترسره كولو هڅه كوي

د جمهور رئيس دوهم مرستيال وايي، د ملي يووالي حكومت د رڼو او عادلانه ټاكنو د ترسره كولو لپاره له ټولو امكاناتو كار اخلي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 وږی 1397
دانش: د ملي يووالي حكومت د رڼو ټاكنو د ترسره كولو هڅه كوي
An Afghan man casts his vote at a polling station in Jalalabad, east of Kabul, Afghanistan, Saturday, April 5, 2014. Afghan voters lined up for blocks at polling stations nationwide on Saturday, defying a threat of violence by the Taliban to cast ballots in what promises to be the nation's first democratic transfer of power. (AP Photo/Rahmat Gul)

د جمهور رئيس دوهم مرستيال وايي، د ملي يووالي حكومت د رڼو او عادلانه ټاكنو د ترسره كولو لپاره له ټولو امكاناتو كار اخلي.
سرور دانش نن د كابل د لويې جرګې په خېمه كې د شهيد اونۍ او د احمدشاه مسعود د وژل كېدو د ۱۷م تلين نمانځغونډې ته د وينا په مهال له خلكو، سياسي ګوندونو، مدني بنسټونو او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د رڼو ټاكنو د ترسره كولو لپاره له حكومت او ټاكنيزو كمېسيونونو سره همكاري وكړي.
بلخوا د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس يادې غونډې ته وويل، ټول هېوادوال رڼې او عادلانه ټاكنې غواړي.
عبدالله عبدالله هيله څرګنده كړه، چې د سياسي ګوندونو عملي او معقولو غوښتنو ته پاملرنه وشي، ځكه په وينا يې، پر سياسي ګوندونو سربېره ټول هېوادوال د رڼو ټاكنو د ترسره كېدو غوښتونكي دي.
كه څه هم د ولسي جرګې ټاكنو ته له يوې نيمې مياشتې كم وخت پاتې دى، خو سياسي ګوندونه او جريانونه لا هم پر خپلو غوښتنو، چې د ټاكنيز نظام د بدلون، د راى وركولو پر پروسې د څارنې او د راى وركوونكو د بايومټريك په اړه دي، ټينګار كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA