جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د يو شمېر افغان ځوانانو ترمنځ داسې خيال شته، چې گواکې د جرمني سړكونه په سرو زرو فرش دي، خو حقيقت نه لري.
ده له جرمنۍ بيلد رسنۍ سره په مركه كې ويلي، هغه شمېر افغان ځوانان، چې کولى شي د منځنۍ طبقې يوه برخه او په افغانستان کې د کار کولو له فرصتونو برخمن شي، ممكن د هېواد په خوشې کولو سره شاقه او فزيكي كارونو ته مخه كړي.
جمهور رئيس غني همدارنګه د انساني قاچاقبرو له لارې د كډوالۍ د خطرونو په اړه افغان ځوانانو ته خبردارى ورکړى او ټينگار يې کړى، هماغه خلك، چې نشه يي توكي قاچاق کوي، انسانان او وسلې هم قاچاق کوي.
د هغه په وينا، نه غواړي خپل خلک بهر ته ولېږي، غواړي خپل سوداگريز توکي صادر کړي.
بايد وويل شي، چې په هېواد كې د بد اقتصادي حالت او ناامنۍ د زياتېدو له كبله په وروستيو څو كلونو كې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په ځانگړې توگه ځوانان له هېواده وتلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


