انسان تښتوونكو په ننګرهار كې اوو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په غزګي سيمه کې تېر مازديګر شاوخوا شپږ بجې انسان تښتوونکو پر ملکي وګړو بريد کړى، چې په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.