ads

انسان تښتوونكو په ننګرهار كې اوو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په غزګي سيمه کې تېر مازديګر شاوخوا شپږ بجې انسان تښتوونکو پر ملکي وګړو بريد کړى، چې په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 وږی 1397
انسان تښتوونكو په ننګرهار كې اوو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په غزګي سيمه کې تېر مازديګر شاوخوا شپږ بجې انسان تښتوونکو پر ملکي وګړو بريد کړى، چې په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د دې ولايت د رسنيو له دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې انسان تښتوونکو په سيمه کې د دوى د نيول کېدو وېره احساس کړه او پر يرغمل شوو ملکي وګړو يې ډزې وکړې.
سرچينه وايي، انسان تښتوونكي له بريد وروسته تښتېدلي او يو ويكسار ډوله موټر يې تښتولى دى.
سرچينه زياتوي، پوليسو په سيمه کې د انسان تښتوونکو د نيولو هڅې پيل كړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA