ads

په كندهار كې ټرافيكي پېښې ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل – کندهار پر لويه لار د ټرافيكي پېښې له كبله ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي، پېښه نن سهار وخته د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کې رامنځته شوې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 وږی 1397
په كندهار كې ټرافيكي پېښې ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل – کندهار پر لويه لار د ټرافيكي پېښې له كبله ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي، پېښه نن سهار وخته د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، يوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونكي موټر، چې هرات ته روان و، له مازدا موټر سره ټکر کړى دى.
عزيزي زياتوي، په دې ټرافيكي پېښه كې ۱۶ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي، چې په كې اووه ښځې او شپږ ماشومان هم شامل دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ مرستيال وياند عبدالبشير خاکسار د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
نوموړي وويل، ياد مسافر وړونكى موټر د احمدشاه ابدالي ټرانسپورټي شرکت اړوند دی او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد پر جنوبي لويې لارې يو ځل بيا ټرافيکي پېښې زياتې شوي، چې ځايي مسوولين يې علت د سړک خرابوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي په ګوته کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA