د ننګرهار ولايتي چارواكي په جلال اباد ښار کې د چنګاښ مياشتې په ۱۱مه نېټه پر اهل هنودو د شوي ځانمرګي بريد په اړه د څېړنو د پيلېدو خبر وركوي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، نن سهار له مرکز څخه د لويې څارنوالۍ په مشرۍ د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او ملي امنيت عمومي رياست ګډ پلاوى ننګرهار ته ور ورسېد او د دې ولايت له والي حيات الله حيات سره يې تر ليدنې وروسته د ياد بريد په تړاو څېړنې پيل کړې.
هغه زياته کړه، د پېښې له کره څېړلو وروسته به پوره جزيات له رسنيو سره شريک کړي.
په دغه ځانمرګي بريد کې، چې د جلال اباد ښار مخابراتو څلور لارې ته څېرمه په ملنګ جان واټ کې شوى و، ۱۹ تنه اهل هنود وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي وو.


