مشعل: د افغانستان د كركټ غوره ليګ د افغان لوبغاړو لپاره ډېر ګټور دى

د هېواد د كركټ بورډ چارواكي د افغانستان د كركټ غوره ليګ د دغه بورډ او افغان لوبغاړو لپاره له مادي او معنوي پلوه ګټور بولي.
د كركټ بورډ رئيس شكرالله عاطف مشعل نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، دا ليګ د افغان لوبغاړو وړتياوې لوړوي او په ترڅ كې يې هر لوبغاړى په منځنۍ توګه له ۲۵ تر ۳۰ زرو ډالرو ترلاسه كوي.