د هېواد د كركټ بورډ چارواكي د افغانستان د كركټ غوره ليګ د دغه بورډ او افغان لوبغاړو لپاره له مادي او معنوي پلوه ګټور بولي.
د كركټ بورډ رئيس شكرالله عاطف مشعل نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، دا ليګ د افغان لوبغاړو وړتياوې لوړوي او په ترڅ كې يې هر لوبغاړى په منځنۍ توګه له ۲۵ تر ۳۰ زرو ډالرو ترلاسه كوي.
نوموړي زياته كړه، د هېواد كركټ بورډ هم د دغه ليګ د ترسره كولو له كبله هر كال ۶۰۰ زره ډالر لاس ته راوړي.
د مشعل په خبره، د افغانستان د كركټ د غوره ليګ په سياليو كې به پنځه لوبډلې، چې نېږدې ۱۰۰ كورني او بهرني لوبغاړي به ولري، ګډون وكړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، هرې لوبډلې ته اووه بهرني او ۱۰ كورني لوبغاړي په جبري توګه اخيستل كېږي، خو د لوبډلو مالكان كولى شي تر ۲۰ پورې لوبغاړي خپلو لوبډلو ته وپېري.
د افغانستان د كركټ د غوره ليګ سيالۍ د اكټوبر مياشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې پيلېږي او د ۲۳ لوبو په ترسره كولو سره به ۱۷ ورځې دوام ولري.


