ads

د کابل ښار د لوېديځې برخې امنيت ته اساسي پاملرنه كېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د کابل ښار د لوېديځې برخې امنيت ته به د لوړ ګواښ په توګه اساسي پام وشي.
هغه دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د كابل ښار د يادې برخې له بېلابېلو اقشارو سره د ليدنې په مهال وكړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 وږی 1397
د کابل ښار د لوېديځې برخې امنيت ته اساسي پاملرنه كېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د کابل ښار د لوېديځې برخې امنيت ته به د لوړ ګواښ په توګه اساسي پام وشي.
هغه دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د كابل ښار د يادې برخې له بېلابېلو اقشارو سره د ليدنې په مهال وكړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دغه كتنه كې د کابل ګارنيزيون عمومي قوماندان ستر جنرال مراد علي مراد د محرم او شهيد اونۍ لپاره د امنيتي تدابيرو راپور وړاندې کړ.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د شهيد اونۍ او محرم لپاره عملي پلانونه ترتيب او بشپړ شوي او ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي، چې دا پلانونه په پوره همغږۍ او نظم سره پلي کړي او هېچا ته به د امنيت د ګډوډولو اجازه ورنه کړل شي.
وروسته جمهور رئيس غني وويل، لارښوونه يې كړې، چې کابل ښار دې په څلورو امنيتي زونونو ووېشل شي، چې اوس مهال د امنيتي همغږۍ مرکز د دغه ښار په لوېديځه برخه کې فعال دى او په راتلونكي كې به په اساسي امنيتي مرکز بدل شي.
ده د ويناوالو د هغه وړانديز په اړه، چې ځينو جوماتونو او تکيه خانو ته دې وسلې ووېشل شي، اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د دې غوښتنې عملي لارې چارې دې له هره اړخه وارزول شي او هم دې د امنيتي اخلال د مخنيوي په هدف د جوماتونو له ساتونکو څخه د څارنې پر ميتود کار وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA