د سولې عالي شورا يو پلاوى پاكستان ته ځي

د سولې عالي شورا وايي، ټاکل شوې يو پلاوى يې پاکستان ته سفر وکړي او د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په اړه له پاکستاني چارواکو سره وغږېږي.
د دې شورا د مرستيال عطاء الرحمن سليم په خبره، تراوسه د دغه سفر نېټه نه ده ټاکل شوې او دوى د پاکستان ځواب ته په تمه دي.