د سولې عالي شورا وايي، ټاکل شوې يو پلاوى يې پاکستان ته سفر وکړي او د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په اړه له پاکستاني چارواکو سره وغږېږي.
د دې شورا د مرستيال عطاء الرحمن سليم په خبره، تراوسه د دغه سفر نېټه نه ده ټاکل شوې او دوى د پاکستان ځواب ته په تمه دي.
دى زياتوي، د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پيل لپاره د دوى او امريکا هڅې په پوره همغږۍ ترسره کېږي.
سليم هيله څرګندوي، چې پر پاکستان به د افغانستان د متحدينو په ځانګړې توګه د امريکا فشارونه مثبته پايله ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې متحدو ايالتونو له خپل لوري د افغانستان د سولې لپاره اقدامات او ډيپلوماټيک تماسونه زيات کړي دي.
په دې لړ کې د امريکا د دفاع وزير جېمز ماټيس د جمعې په ورځ په کابل کې له جمهور رئيس محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره وکتل او د جمهوري رياست په وينا، د دې خبرو تمرکز د سولې پر پروسې و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


