ads

د دشت برچي سيمې په پېښه كې له غفلت كوونكو امنيتي مسوولينو سره قانوني چلند كېږي

د كورنيو چارو وزارت وايي، كه تخنيكي ټيم په دشت برچي سيمه كې د چهار شنبې ورځې د دوهمې چاودنې په مخنيوي كې وظيفوي غفلت كړى وي، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 وږی 1397
د دشت برچي سيمې په پېښه كې له غفلت كوونكو امنيتي مسوولينو سره قانوني چلند كېږي

د كورنيو چارو وزارت وايي، كه تخنيكي ټيم په دشت برچي سيمه كې د چهار شنبې ورځې د دوهمې چاودنې په مخنيوي كې وظيفوي غفلت كړى وي، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.
د دغه وزارت وياند نجيب دانش نن خبريالانو ته وويل، كه څه هم تخنيكي ټيم په سيمه كې درول شوى موټر وكته، خو دا چې په كې چاودېدونكي توكي په ماهرانه توګه ځاى پر ځاى شوي وو، په پيدا كولو كې يې ناكام شو.
نوموړي زياته كړه، د پېښې د سيمې د څېړلو لپاره يو پلاوى او همدارنګه هغه تخنيكي ټيم، چې ياد موټر يې كتلى و، ګومارل شوي او كه چېرته ثابته شي، چې دغه ټيم خپل كار په سم ډول نه دى ترسره كړى، له غړو سره به يې جدي قانوني چلند وشي.
د چهار شنبې په ورځ په دشت برچي سيمه كې د پهلوانۍ په يوه كلب كې تر ځانمرګي بريد وروسته كلب ته نېږدې يو درول شوى موټر وچاودېد، چې په دواړو پېښو كې د خبريالانو په ګډون ۲۶ تنه ووژل او ۹۱ نور ټپيان شول.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA