امريكا له افغانانو د خپل ملاتړ پر دوام ټينګار وكړ

د امريكا د دفاع وزير وايي، متحده ايالات به د افغان ځواکونو روزنې، تجهيز او ملاتړ ته دوام او پراختيا ورکړي.
جېمز ماټيس دا خبره تېره ورځ په كابل كې د هېواد د ملي امنيت له سلاكار حمدالله محب سره د ليدنې په مهال وكړه.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، ماټيس ټينګار وکړ، چې د امريکا خلک او حکومت به د باثباته راتلونکي لپاره له افغانانو خپل ملاتړ دوامداره وساتي.