د امريكا د دفاع وزير وايي، متحده ايالات به د افغان ځواکونو روزنې، تجهيز او ملاتړ ته دوام او پراختيا ورکړي.
جېمز ماټيس دا خبره تېره ورځ په كابل كې د هېواد د ملي امنيت له سلاكار حمدالله محب سره د ليدنې په مهال وكړه.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، ماټيس ټينګار وکړ، چې د امريکا خلک او حکومت به د باثباته راتلونکي لپاره له افغانانو خپل ملاتړ دوامداره وساتي.
بلخوا محب د امريكا له دفاع وزير سره له ترهګرۍ سره د مبارزې، د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې د اصلاحاتو د دوام او په دې برخه کې د امنيتي سکټور د چمتووالي او پلانونو په اړه معلومات شريک کړل.
په دې ليدنه کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر روزنې او تجهيز، د دغو ځواکونو په ليکو کې د اصلاحاتو پر دوام، پر ترهګرۍ ضد مبارزې، د راتلونکو پارلماني او جمهوري رياست ټاكنو لپاره پر امنيتي تدابيرو او د سولې د بهير په اړه مفصلې خبرې وشوې.


