د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د عملياتو په مهال ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي او دوه مركزونه يې هم له منځه وړل شوي دي.
د دې ولايت د ملي امنيت رياست په خبرپاڼه كې راغلي، ځواكونو يې تېره شپه په نازيانو ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر دوو مرکزونو عمليات ترسره کړي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو په ترڅ كې ياد مرکزونه له منځه وړل شوي او ۱۰ داعشيان وژل شوي دي.
سرچينه وايي، په دې مركزونو كې په جلال اباد ښار کې د ترهګريزو بريدونو پلانونه جوړېدل، چې په کې موجود چاودېدونکي توکي، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
سرچينه زياتوي، د عملياتو په مهال امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


