ads

ماټيس د ملي يووالي حكومت له مشرانو سره وليدل

د امريكا د دفاع وزير جېمز ماټيس د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن كابل ته د ناڅاپي سفر په مهال په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره وليدل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 وږی 1397
ماټيس د ملي يووالي حكومت له مشرانو سره وليدل

د امريكا د دفاع وزير جېمز ماټيس د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن كابل ته د ناڅاپي سفر په مهال په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره وليدل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، دواړو لورو د افغانستان او سيمې پر بېلابېلو مسايلو په ځانګړي ډول سولې او امنيت، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د ستراتېژۍ پر مثبتو اغېزو، په امنيتي او دفاعي سکټورونو کې پر اصلاحاتو، د جمهوري رياست، ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو پر ټاکنو، له تروريزم سره پر مبارزې او له پاکستان سره د سولې پر مذاکراتو خبرې وکړې.
ماټيس وويل، د امريكا حكومت او خلک به سوکالۍ، امنيت او دايمي ثبات ته تر رسېدو د افغانستان د حكومت او خلکو ترڅنګ ولاړ وي.
هغه ډاډ ورکړ، چې هېواد به يې له افغانستان سره په امنيتي او اقتصادي برخو کې د خپلو همکاريو پياوړتيا ته دوام ورکړي.
بلخوا جمهور رئيس غني وويل، د افغانستان حكومت او خلک د پايه دارې سولې او ثبات غوښتونکي دي او په دې برخه کې يې د متحدو ايالتونو له همکاريو او ملاتړ څخه مننه وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA