د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله والو ځواکونو د اعلى سرقوماندانۍ غونډه تېر ماښام په ارګ كې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په پيل کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ارګانونو مسوولينو د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د پهلوانۍ پر کلب د تروريستي بريد د څرنګوالي په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
جمهور رئيس او د وسله والو ځواکونو اعلى سرقوماندان د يادو راپورونو له اورېدو وروسته د هېواد د امنيتي او دفاعي ارګانونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې له هراړخيزې ارزونې وروسته د کابل ښار په ځانګړي ډول د دې ښار د لوېديځ او دغه راز د ټول هېواد په کچه د محرم او شهيد اونۍ د ورځو د نمانځلو مراسمو د امنيت په خاطر عملي پلان چمتو كړي او د جمهوري رياست عالي مقام ته يې وسپاري.


