ads

رحيمي: د كابل ښار په پرونيو چاودنو کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپيان دي

د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند دشت برچي سيمه کې د پرونيو چاودنو له کبله ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپيان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 وږی 1397
رحيمي: د كابل ښار په پرونيو چاودنو کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپيان دي

د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند دشت برچي سيمه کې د پرونيو چاودنو له کبله ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپيان دي.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي کليد ته وويل، لومړی يوه ځانمرګي بريد کوونکي د کلپ په داخل کې ځان ته چاودنه ورکړه او وروسته د لومړۍ پېښې ځای ته نېږدې موټر بم چاودنه رامنځته شوه.
رحيمي زياته کړه چې د دغه پېښو د څېړلو لپاره يو پلاوی ګمارل شوی دی او که چېرې د امنيتي ځواکونو له لوري غفلت شوی وي، قانوني چلند به ورسره وشي.
داعش ډلې د دغه بريد مسووليت په غاړه اخيستی دی.
په دې چاودنو کې د طلوع نيوز يو خبريال او يو انځور اخيستونکی وژل شوي او  د خورشيد ټلوېزيون درې خبريالان، د يک ټلوېزيون يو خبريال او د ميوند ټلوېزيون يو خبريال ټپيان شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA