ads

د کابل ښار په پرونيو بريدونو کې د ۶ خبريالانو په ګډون ۱۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند دشت برچي سيمه کې د پروني ځانمرګي بريد او موټر بم چاودنې له کبله ۲۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۹۷ نور ټپيان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 وږی 1397
د کابل ښار په پرونيو بريدونو کې د ۶ خبريالانو په ګډون ۱۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند دشت برچي سيمه کې د پروني ځانمرګي بريد او موټر بم چاودنې له کبله ۲۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۹۷ نور ټپيان دي.
د کابل د امنيه قومندانۍ وياند حشمت ستانکزي کليد ته وويل، چې لومړی يوه ځانمرګي بريد کوونکي د کلپ دننه ځان ته چاودنه ورکړه او وروسته د لومړۍ پېښې ځای نه نېږدې موټر بم چاودنه رامنځته شوه.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دغه بريد کې خپل لاس لرل رد کړي دي او داعش ډلې بيا د دغه بريد مسووليت منلی دی.
له بل لوري د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنه يا نی وايي، په دغه بريدونو کې د طلوع نيوز يو خبريال او يو انځور اخيستونکی وژل شوي او د خورشيد ټلوېزيون درې خبريالان، د يک ټلوېزيون يو خبريال او د ميوند يو خبريال ټپيان شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA