د افغانستان د خبريالانو د مصونيت کمېټه وايي چې حکومت د خبريالانو د امنيت د ټينګښت لپاره هېڅ پروګرام نه لري.
د افغانستان د خبريالانو د مسوونيت کمېتې مسوول صديق الله توحيدي کليد ته وويل چې د تېر ماښام په دويم بريد کې دوه خبريالان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
توحيدي زياتوي چې ترهګر د خبريالانو په وژلو سره نه شي کولای په افغانستان کې د رسنيو د فعاليت مخه ونيسي.
تېر ماښام د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند دشت برچي سيمه کې په يوه ورزشي کلب کې په دوو چاودنو کې ۲۳ تنه ووژل شول او ۹۷ نور ټپيان شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


