ads

زلمی خليلزاد د افغانستان په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سلاکار وټاکل شو

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون اعلان وكړ چې زلمى خليلزاد يې د افغانستان په چارو کې د بهرنيو چارو وزارت سلاکار ټاکلی دی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 وږی 1397
زلمی خليلزاد د افغانستان په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سلاکار وټاکل شو

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون اعلان وكړ چې زلمى خليلزاد يې د افغانستان په چارو کې د بهرنيو چارو وزارت سلاکار ټاکلی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وايي، زلمی خليلزاد به د روغې جوړې په برخه کې د بهرنيو چارو له وزارت سره مرسته وکړي او په دې برخه کې به د دغه وزارت چارواکو ته لارښوونه کوي.
پمپيو پاکستان ته د سفر په مهال په الوتکه کې خبريالانو ته خبرې کولې او په دغه سفر کې زلمی خليلزاد هم ورسره ملګری دی.
زلمی خليلزاد تر دې وړاندې په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امريکا سفير و.
په خټه افغان زلمی خليلزاد د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارې کلک منتقد دی او دغه هېواد په افغانستان کې په روانه جګړه کې ښکېل ګڼي.
د نوموړي ګمارنه دا څرګندوي چې امريکا د افغانستان او جنوبي اسيا په تړاو په خپله تګلاره کې جدي ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA