ads

د اې پي ال ټولې لوبډلې وپلورل شوې

کرکټ بورډ وايي، د افغانستان د غوره ليګ ټولې لوبډلې يې پلورلې دي او ټاکل شوې د روانې مېلادي مياشتې په لومړيو کې د لوبغاړو د پلورلو بهير هم ترسره شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 وږی 1397
د اې پي ال ټولې لوبډلې وپلورل شوې

کرکټ بورډ وايي، د افغانستان د غوره ليګ ټولې لوبډلې يې پلورلې دي او ټاکل شوې د روانې مېلادي مياشتې په لومړيو کې د لوبغاړو د پلورلو بهير هم ترسره شي.
د کرکټ بورډ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د کرکټ غوره ليګ پاتې درې لوبډلې هم وپلورل شوې.
خبرپاڼه زياتوي، د کابل لوبډله د موريلي سپورټس، د ننګرهار لوبډله د پلس کپيټل او د کندهار لوبډله د اس بي سپورټس له لوري پېرل شوې ده.
له دې وړاندې د پکتيا لوبډله د وي راک موبايل او د بلخ لوبډله د ليجنډري من کمپنۍ له لوري پېرل شوې وې.
د يادولو ده چې د افغانستان د غوره ليګ ټولې لوبډلې د بهرنيو سوداګرو او شرکتونو له لوري پېرل شوې دي او په دې برخه کې له ۵۰ سلنه تخفيف سره سره افغان سوداګرو لېوالتيا ونه ښوده.
د افغانستان غوره ليګ يا اې پي ال لومړی پړاو د روان زېږديز کال د اکتوبر په پنځمه نېټه پيلېږي او ددې مياشتې تر ۲۱مې نېټې دوام کوي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د لوبغاړو د پلور بهير به هم د همدې مياشتې په لومړيو کې ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA