ads

په پېښور کې د افغان طالبانو د ټپيانو درملنه کېږي

د افغان حکومت يوه امنيتي سرچينه د حکومت له وسله والو مخالفينو د پاکستان د ملاتړ پر دوام اندېښنه ښيي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 وږی 1397
په پېښور کې د افغان طالبانو د ټپيانو درملنه کېږي

د افغان حکومت يوه امنيتي سرچينه د حکومت له وسله والو مخالفينو د پاکستان د ملاتړ پر دوام اندېښنه ښيي.
دې سرچينې کليد ته وويل، چې د پاکستان په يو شمېر روغتونونو کې د طالب ټپيانو درملنه کېږي. د دغې سرچينې په خبره، د يوې نوې هوکړې له مخې چې د کويټې شورا او پاکستان تر منځ لاسليک شوې هغه طالبان چې له افغان او بهرنيو ځواکونو سره په جګړه کې ټپيانېږي، د درملنې په هدف د پېښور يو شمېر روغتونونو ته لېږدول کېږي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان له طالبانو او په افغانستان کې له جګړې په ملاتړ تورنېږي. تر دې وړاندې هم يو شمېر افغان چارواکو د غزني په جګړه کې د يو شمېر پاکستاني پوځيانو د ګډون خبر ورکړی و.
د دغه خبر له خپرېدو وروسته که څه هم اسلام اباد په غزني کې د خپلو اتباعو شتون تاييد کړ خو ټينګار يې وکړ چې دغه خلک د کار لپاره دغه ولايت ته تللي وو، هغه ادعا چې افغان چارواکي يې بې بنسټه ګڼي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA