افغان حكومت د پاكستان د بهرنيو چارو وزير ته د كابل د سفر بلنه وركړه
د هېواد د بهرنيو چارو سلب صلاحيت شوي وزير صلاح الدين رباني له خپل پاكستاني سيال شاه محمود قريشي سره ټيليفوني خبرې كړي او نوموړي ته يې كابل ته د سفر كولو بلنه وركړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي كليد ته وويل، دواړه چارواكي پر دوه اړخيزو اړيكو او د كابل او اسلام اباد ترمنځ د موجوده ستونزو پر حل وغږېدل.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed